۰

د پاکستاني حکومت مخالف سیاسي ګوندونو پر پي ټي ایم د پوځ برید غندلی

دوشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۷
د پاکستان د حکومت ځینو مهمو مخالف سیاسي ګوندونو د پښتون ژغورنې په غورځنګ د پاکستانی سرتېرو وسله وال برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د پاکستاني حکومت مخالف سیاسي ګوندونو پر پي ټي ایم د پوځ برید غندلی
د پاکستان د حکومت ځینو مهمو مخالف سیاسي ګوندونو د پښتون ژغورنې په غورځنګ د پاکستانی سرتېرو وسله وال برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتل پرون یکشنبې د غبرګولي ۵ مه وزیرستان کې یو پرلټ وکړي او دغه پرلټ ته د یاد غورځنګ مهم مشران علي وزیر او محسن داوړ ور روان وو، چې پر کاروان یې پاکستاني سرتېرو برید وکړ.

د غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، چې د پاکستاني سرتېرو په دې برید کې ځینې کسان شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ او ځینو تلوېزیوني چینلونو تور پورې کړی، چې لومړی محسن داوړ او ورسره کسانو پر یوه امنیتي پوسته برید کړی او وروسته سرتېرو پر هغوی ډزې کړې.

د پوخ مطبوعاتي دفتر ویلي، په نښته کې درې کسان وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.

خو د پاکستان د مهم او غښتلي پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو د پاکستاني سرتېرو له خوا پر لاریون والو برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، باور نه لري چې محسن داوړ به په امنیتي پوستې برید کړی وي.

بلاول زیاته کړې« محسن داوړ د پارلمان غړی دی، باور نه کوم چې هغه به په امنیتي عسکرو برید کړی وي، زه په پر امنه مظاهره چیانو ډزې غندم، ما پخوا هم ویلي دي چې د قبایلي سیمو د ځوانانو خبره واورۍ. د هغوی ګیلې لرې کړۍ.

په ورته وخت کې د مسلم لیګ نون ګوند یوې مرکزې مشرې مریم نواز هم د پي ټي ایم په پلویانو برید غندلی دی.

مېرمن مریم نواز په خپل ټوېټر لیکلي پاکستان دننۍ شخړه نه شی زغملی او دواړه خوا ته د پاکستان بچپان دي.

نوموړې زیاته کړې، د پاکستان سیاسي مشرانو او رسنیو ته پکار ده چې د مسولیت نه کار واخلي کنه، نو پاکستان ته یو ځلې بیا ناسمیدونکی تاوان رسیدلی شي.

د عوامي نیشنل ګوند یو مشر ایمل ولي خان هم دغه برید وغانده او په خپلو پلویانو یې غږ وکړ چې وزیرستان ته دې ورشي.
دغه راز د جمیعت العلما اسلام مشر او د خیبر پښتونخوا پخواني وزیر اعلی اکرم دراني د پي ټي ایم په پلوۍ څو ټویټونه کړي دي.

نوموړي لیکلي«که د مظلوم سره ودریدل او د حق خبره کول د محسن داوړ او علي وزیر په ژبه خبرې کول دي نو زه دغه ژبه وایم.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون تر دغه پېښې وروسته په یوه ویډیويي پیغام کې پر ملګرو ملتونو او او بشري حقونو پر مدافع ډلو غږ کړي، چې د پښتنو د وژنو خلاف غږ پورته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي