پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې ناپېژانده وسله وال کسان یوه کور ته اوښتي او د دغه کورنۍ غړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د غبرګولي پنځمه) د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د کارته سخي په جمال مېنه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
ویل کېږي ناپېژانده وسله والو د یادې کورنۍ ۷ تنه غړي وژلي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
د کابل پولیس د پېښې د رامنځ ته کېدو پخلی کوی، وايي د وژل شویو کسانو شمېر تر اوسه معلوم نه دی خو ټپیان روغتون ته وړلش وي دي.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز ویلي پولیسو د پېښې پلټنه پیل کړې او تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل