سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې افغان ځانګړو ځواکونو د داعش د نظامي مسوول او یوه قوماندان په ګډون ۱۱ داعشیان وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند زیاتوي، افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه (د غبرګولي ۵مه) په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش پر یوه مرکز عملیات وکړل.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د چپرهار لپاره د داعش نظامي مسوول ډاکتر بلال له یوه بل مهم قوماندان قاري نجیب مشهور په ابوبکر وژل شوي دي.
خوږیانی، وايي د ډاکتر بلال او قوماندان ابوبکر تر څنګ ۹ نور داعشیان هم په دې همدې عملیاتو کې وژلش وي دي.
باید و ویل شي، چې د داعشیانو له دغه مرکزه د شپې دوربین، ۹میله کلاشینکوف،۵۰ شاجورونه، ۱۱ پرتلې، لاسي بمونه، مخابرې، د داعش مهم اسناد، چاودیدونکې او نور توکې وو، هم لمنځه وړل شوي دی.
خو داعشیانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل