ناپېژانده وسله والو د اجرائیه رییس یو سلاکار وژلی دی

6 جوزا 1398 ساعت 13:59

ناپېژانده وسله والو کسانو د افغان حکومت د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله یو سلاکار نور محمد عرب وژلی دی.


ناپېژانده وسله والو کسانو د افغان حکومت د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله یو سلاکار نور محمد عرب وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن دوشنبې د غبرګولي ۶ مه د کندوز ښار په کوچه باغ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

چارواکي وايي، موټر سپرو وسله والو د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله پر سلاکار نورمحمد عرب ډزې کړې او هغه یې وژلی دی.

په پېښه کې یو کس ټپي شوی هم دی او په دې اړه پلټنې روانې دي.

نور محمد عرب د ډاکټر عبدالله عبدالله د سلاکارۍ تر څنګ په کندوز کې د عرب قوم د انسجام د شورا مشر هم و.

افغان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم پر نور محمد عرب برید په کلکه غندلی او د هغه وژل یې یوه لویه ضایعه بللې ده.

ښاغلي عبدالله ویلي، چې مرحوم عرب یو وطن پاله او زړه سواندۍ افغان وو چې تل به یې د خپلو خلکو د ستوزو د حل هڅه کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116812

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116812/

جمهور
  https://www.jomhornews.com