یونسیف د افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره مالي مرستې غوښتې

7 جوزا 1398 ساعت 8:52

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره د مخ ماشومانو د درملنې لپاره مالي مرستې غوښتې دي.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره د مخ ماشومانو د درملنې لپاره مالي مرستې غوښتې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یونسیف په یوه راپور کې ویلي، افغانستان کې شاوخوا دوه میلیونه افغان ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې له دې ډلې ۶۰۰ زره یې په خورا ترینګلي وضعیت کې دي.

د یونسیف ویاند کریستف بویلیراک، وایي، افغان ماشومان غیر صحي غذایي رژیم لري او د دغو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ دی.

د یادونې ده، یونسیف په پام کې لري چې سږکال په خوارځواکۍ باندې د ٦٠ فیصده اخته ماشومانو له ډلې شاوخوا ۳۷۵ زره ماشومانو ته اړینې مرستې برابروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116831

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116831/

جمهور
  https://www.jomhornews.com