۰

جاپان کې یو کس ۱۸ تنه په چړو وهلي دي

سی شنبه ۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۲
جاپان کې یو کس په یوه پارک کې پر ماشومانو او لویانو د چړې ګذارونه کړي، چې له امله یې د ۱۳ ماشومانو په ګډون ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جاپان کې یو کس ۱۸ تنه په چړو وهلي دي
جاپان کې یو کس په یوه پارک کې پر ماشومانو او لویانو د چړې ګذارونه کړي، چې له امله یې د ۱۳ ماشومانو په ګډون ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون دوشنبې د غبرګولي ۶ مه د پلازمینې توکیو سویل ته د کاواساکي په ښار کې رامنځ ته شوې ده.

جاپاني پولیسو تایید کړې، چې یو چاړ پر لاس کس کاواساکي ښار کې ۱۳ د شوونځي زده کوونکې او درې ځوانان په چاړه وهلي او ټپیان کړي یې دي.

د پولیسو په وینا ټپیان ټول روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي، خو د دو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

په ورته وخت کې ځینې راپورونه وایي، په پېښه کې یو ماشوم او یو بل کس وژل شوي هم دي.

د جاپان ان اچ کی تلوېزیون وایي، یو کس چې عمر به یې له ۴۰ تر ۵۰ کلونو پورې وه، پر هغه کسانو برید کړی، چې ښار کې ملي بس ته انتظار کې و.

پولیس وايي، برید کوونکی یې نیولی او هغه تر نیول کېدو وروسته خپل مخ هم دوه چاقایان وهلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي