فراه کې د نشه يي توکو لابراتوارونه له منځه وړل شوي

7 جوزا 1398 ساعت 10:48

کورنیو چارو وزارت وايي، فراه ولایت کې د ځانګړو افغان پولیسو او پوځ د کمانډو ځواکونو په ګډو ځانګړو عملیات کې د نشه يي توکو د پروسس دوه لابراتوارونه له منځه وړل شوي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، فراه ولایت کې د ځانګړو افغان پولیسو او پوځ د کمانډو ځواکونو په ګډو ځانګړو عملیات کې د نشه يي توکو د پروسس دوه لابراتوارونه له منځه وړل شوي دي.

جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن سه شنبې د غبرګولي ۷ خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ګډو ځواکونو تېره شپه دغه ځانګړي عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، عملیات د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د سیاه جنګل په کلي کې شوي، چې پر مهال یې د دوه بهرنیو وګړو په ګډون څلور وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه نور نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، په عملیاتو کې د وسله والو یو عراده موټر هم له منځه وړل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 116838

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116838/

جمهور
  https://www.jomhornews.com