ټاکل شوې دوه بهرنیان د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د کمېشنرانو په توګه رسمآ خپلې دندې پیل کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون دغه دوه بهرني کمېشنران مېرمن الوینا او احمد اسحاق احسن نومېږي او نن سه شنبې د غبرګولي ۷ مه به خپله دنده پیل کړي.
مېرمن الوینا او احمد اسحاق احسن د ټاکنو د نوي قانون پر اساس او د ولسمشر غني په حکم سره یاد کمېسیون ته معرفي شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپره کړې خبرپاڼه وايي، د دې کمېسیون مشرې هوا علم نورستانۍ د اغلې الینا او ښاغلي احسن په ورتلو خوښي ښولې ده.
مېرمن نورستاني ویلي، هیله لري راتلونکو ټاکنو کې د دغو بهرنیو کمېشنرانو له تجربو ګټه واخلي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست وایي، دغه کسان تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورپېژندل شوي او د ویاند په خبره نن ټاکل شوې خپل کار رسماً پیل کړي.
د هغه په وینا دوی به د ۷ افغان کمېشنرانو ترڅنګ د کمېسیون په ټولو پرېکړو کې د خپل نظر او مشورو ورکولو حق ولري، خو د پرېکړې په نیولو کې د رای ورکول حق نه لري او بل سهولت به د نړیوالې ټولنې او د ټاکنو کمېسیون ترمنځ د یوې ښې همغږۍ جوړول وي.
نوموړي زیاته کړې، د دې کسانو د ګمارلو او ورته د نوي قانون جوړلو یو هدف دا دی چې راتلونکې ټاکنې لا نورې رڼې او له درغلۍ نه پاکې وي.
دغه راز د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند وايي، د نویو کمېشنرانو په ګمارلو به د ټاکنو خپلواک کمېسیون وکوای شي چې د یوناما په فکر او مالي ملاتړ راتلونکې ټاکنې په ښه ډول ترسره کړي.
باید و ویل شي، چې دغه کمېشنران د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما له خوا ولسمشر ته معرفي کېږي او د ولسمشر له حکم سره دوی ټاکنو کمېسیون کې کار پیلوي.
جمهورخبري آژانس:کابل