د غور ولایت مرکز اړوند سیمو کې پر امنیتي پوستو د طالبانو له برید وروسته نښته رامنځ ته شوې، چې په کې ګڼو سیمه ییزه پاڅونوالو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو تېره شپه (د غبرګولي ۶مه) د غور د مرکز اړوند شب شدګي سیمه کې د سیمه ییزه پاڅونوالو پر پوستو بریدونه پیل کړل، چې نښته رامنځ ته شوه.
د غور د ولایتي شورا غړي عبدالحمید ناطقي جمهور آژنس خبر آژانس ته و ویل، چې د طالبانو په برید کې تر ۱۰ زیات سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
هغه د ټپیانو د شمېر په اړه معلومات ورنه کړل خو وايي، په جګړه کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، چې په اړه یې دقیق معلومات له دوی سره نشته دی.
د غو د والي ویاند عبدالحی خطیبي هم په سیمه کې د جګړې او دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې اوښتو پخلی کوي، خو په اړه یې تر اوسه معلومات نه لري.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل