عطامحمد نور د مسکو غونډه کې:

تمه ده له طالبانو سره د اختر په شپو کې پر اوربند موافقې ته ورسېږو

7 جوزا 1398 ساعت 14:02

د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور د روسیې او افغانستان د سل کلنو اړیکو د لمانځلو غونډه کې و ویل، تمه ده، چې دغه ناسته کې د طالبانو له استازو سره پر یوه اوربند موافقې ته ورسېږي.


د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور د روسیې او افغانستان د سل کلنو اړیکو د لمانځلو غونډه کې و ویل، تمه ده، چې دغه ناسته کې د طالبانو له استازو سره پر یوه اوربند موافقې ته ورسېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې او افغانستان تر منځ د اړیکو سل کلني نن سه شنبې د غبرګولي ۷ مه د روسیې پلازمېنه مسکو کې ولمانځل شوه.

دغه غونډې ته د افغان حکومت، افغان سیاسیون او طالبانو استازي هم وربلل شوي و، چې غونډه د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په وینا پرانستل شوه.

ښاغلي کرزي له افغانستان سره د روسیې سل کلونو اړیکو ته د کتنې تر څنګ له طالبانو وغوښتل، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره بین الاافغاني خبرو ته چمتو شي.

له کرزي وروسته د طالبانو د قطر دفتر مشر ملاعبدالغني برادر په خپلو خبرو کې و ویل، چې دوی سولې ته ژمن دی، خو په دې شرط کې په افغانستان کې بهرنی اشغال پای ته ورسېږي.

له هغه وروسته د طالبانو یو بل غړي ملا امیرخان متقي د افغانستان او روسیې تر منځ پر سل کلونو اړیکو خبرې وکړې او ویې ویل د طالبانو اسلامي امارت له له خپلو ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره ښې او په متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.

تر دې وروسته د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور د روسیې او افغانستان اړیکې ان د احمدشابابا له ووخته وبللې او د افغانستان په بنسټیزه پروژو کې یې د روسیې مرستې وستایلې.

ښاغلي نور په دغه ناسته کې پر طالبانو غږ وکړو چې افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره بین الاافغاني خبرو ته چمتو شي.

هغه طالبانو ته په خطاب کې و ویل«موږ له طالبانو سره د اړیکو او ريښتینې سولې غوښتونکي یوو، هغوی پوهېږي، چې موږ د هېواد لپاره قرباني ورکړې، راځی نور له جګړو راوګرځو او د ټوپ خوله د هغه کسانو څخه واړو چې کلیمه وايي، البته دا خبره مې افغان ځواکونو ته هم ده، افغانستان په جګړو کې ټوټه ټوټه شوی، په ملا کړوپ شوی، اقتصاد یې له منځه تللی.»

ښاغلي نور وړاندې زیاته کړه«که خبره دا وي چې ولې امریکا دلته ده، دا پلمه نه شي کېدای، که موږ سره یو شو، یو صف جوړ کړو هېڅ بهرنی نشي کولی افغانستان کې حضور ولري، موږ هم د بهرنیانو په ځپلو کې تر چا کم نه یو، خو وايم راځی لږ مات شوو سوله وکړو، له تېرو تجربو واخلو، داسې ونه کړو چې امریکایان ووځي بیا سره په چرکي جګړو شو، چې ښه تجربه یې هم لرو او افغانستان په حوزو و وېشو او دا زموږ په ګټه نه ده.»

د جمعیت ګوند مشر د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا پر سوله ټینګار وکړ، او ویې ویل، چې د سولې په تړاو په دې بین الاافغاني ناسته کې د مسکو د تېرې ناستې په پرتله باید داسې خبرو وکړو چې یوه پایله ولري.

نوموړي طالبانو ته درې وړانیزو وکړل، چې یو هم په کې په راتلونکي اختر کې د اوربند کول و او هیله یې وښوده، چې پر دې موضوع به موافقې ته ورسېږي.

ښاغلي نور دا هم و ویل، چې د سولې د بین الاافغاني خبرو لپاره د نورو هېوادونو له همکاریو هرکلی کوي، خو طالبانو ته یې په خطاب کې و ویل، راځۍ چې له پردیو د افغانستان د ستوزې د حل لپاره بین الاافغاني خبرې وکړ.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 116847

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116847/

جمهور
  https://www.jomhornews.com