۰

حنیف اتمر: روسیه دې افغان سوله کې تر دې مهم ګامونه واخلي

سی شنبه ۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۱
د سولې او اعتدال انتخاباتي تیم مشر محمد حنیف اتمر د افغانستان د سولې په برخه کې د روسیې د لا نورو همکاریونو او مهمو ګامونو اخیستو غوښتنه وکړه.
حنیف اتمر: روسیه دې افغان سوله کې تر دې مهم ګامونه واخلي
د سولې او اعتدال انتخاباتي تیم مشر محمد حنیف اتمر د افغانستان د سولې په برخه کې د روسیې د لا نورو همکاریونو او مهمو ګامونو اخیستو غوښتنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر دغه څرګندونې نن سه شنبې د غبرګولي ۷ مه د روسیې پلازمېنه مسکو کې د افغانستان او روسیې د سل کلونو اړیکو په لمانځ غونډه کې وکړې.

دغه غونډې ته چې د افغان حکومت، افغان سیاسیون او طالبانو استازي هم وربلل شوي په کې درې واړه لورو د روسیې او افغانستان پر اړیکو او دغه راز د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

محمد حنیف اتمر په دغه ناسته کې و ویل، چې دوی د سولې په برخه کې د روسیې له همکاریو مننه کوي، خو ترې غواړي، چې په دې برخه کې لا مهم ګامونه پورته کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې روسیه، امریکا، چین او سیمې هېوادونه دې د سولې د بین الاافغاني خبرو د پیل او د دغه خبرو د بریالي پای ته رسېدو لپاره مهم ګامونه واخلي.

هغه سره له دې چې د افغانستان او روسیې تر منځ اړیکې دوستانه وبللې خو ویې ویل، چې له دې سره پر افغانستان د شوري یرغل هم مل و.

نوموړي و ویل، چې افغانستان د بیارغونې او سولې په برخه کې د روسیې له همکاریو او مرستو مننه کوي او په تېرو ۱۸ کلونو کې یې د اقتصاد او امنیت په برخه کې خپل رول ادا کړی دی.

ښاغلي اتمر د خپلو خبرو په بله برخه کې په طالب پلاوی کې د ملا عبدالغني برادر پر لیدو هم خوښي وښوده ځکه د ده په وینا د هغه د خلاصون لپاره د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې هم هڅې شوې دي.

د سولې او اعتدال ټیم مشر وايي، تمه لري، چې ملا عبدالغني برادر به د سولې د بین الاافغاني خبرو د پیل، په افغانستان کې د جګړې په پای ته رسېدو او سولې کې مهم رول ولوبوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي