د کډوالو چارو وزیر:

روان کال تر دې دمه له ۳۰۰ زره زیات افغانان بېځایه شوي

8 جوزا 1398 ساعت 11:16

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمی بلخي وايي، په ٢٠١٩ کال کې د بې ځایه شویو شمېر٣١٨٥٩١ تنو ته رسېږي، چې ٥٧٠٥٧ تنه یې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دي.


د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمی بلخي وايي، په ٢٠١٩ کال کې د بې ځایه شویو شمېر٣١٨٥٩١ تنو ته رسېږي، چې ٥٧٠٥٧ تنه یې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي بلخي دغه څرګندونې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو اجرايیوي کمېټې په ناسته کې کړې دي.

نوموړي په ناسته کې د تېرې غونډې په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي په ٢٠١٩ کال کې د بې ځایه شویو شمېر ٣١٨٥٩١ تنو ته رسېږي، چې له دې څخه يواځې ٥٧٠٥٧ تنه یې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دي.

د هغه په وینا د جګړو له امله له ننګرهار، فاریاب، هلمند، فراه، تخار، کندوز او بلخ ولایتونو څخه په ٢٠١٩ کال کې ٣٦٣٠٩ تنه له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي، چې په دومره موده کې ٦٩٦٨ کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ور ګرځېدلې دي.

د کډوالو او بېرته راستندېدونکو چارو وزیر وايي، له دې جملې څخه ٩٢٥٧ کورنيو سره نړیوالو ټولنو مرستې کړې دي.

دی زیاتوي، په هرات او بادغیس ولایتونو کې بې ځایه شویو کورنیو ته د رسېدنې او ورسره د مرستو لپاره ١٤٠ میلیونه افغانۍ وړاندیز شوي، څو د هغوی ستونزې راکمې کړي او بېرته خپلو اصلي مېنو ته وګرځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116871

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116871/

جمهور
  https://www.jomhornews.com