۰

افغان سیاسیون او طالبان به نن هم مسکو کې غونده ولري

چهارشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۵
ټاکل شوې یو شمېر افغان سیاسیون او د طالبانو استازي د دوهمې ورځې لپاره د روسیې پلازمېنه مسکو کې سره جرګه او پر افغان سوله خبرې وکړي.
افغان سیاسیون او طالبان به نن هم مسکو کې غونده ولري
ټاکل شوې یو شمېر افغان سیاسیون او د طالبانو استازي د دوهمې ورځې لپاره د روسیې پلازمېنه مسکو کې سره جرګه او پر افغان سوله خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس، حامد کرزی، حنیف اتمر، عطا محمد نور، عمر زاخېلوال او یو شمېر نور سیاسیون او د هغه راز د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو ۱۴ کسیزه پلاوي پرون سه شنبې د غبرګولي ۷ مه مسکو کې په یوه غونډه کې ګډون وکړ.

دغه غونده د روسیې او افغانستان د سل کلونو اړیکو په ویاړ جوړه شوې وه، په کې د افغان حکومت، سیاسیون، طالبانو او خپله روسیې له خوا د دغه اړیکو یادونه وشوه.

غونده کې پخواني ولسمشر کرزي و ویل، افغانستان له روسیې، ګاونډیو او سیمې د نورو هېوادونو سره ښې او پراخه اړیکې غواړي.

د طالبانو استازي او د هغوی د مشر د دفتر رییس ملا امیرخان متقي و ویل، د دوی اسلامي امارات هم د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې او پر متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.

د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور د افغانستان او روسیې اړیکې له لوړو ژورو ډکې وبللې خو ویې ویل چې دا اړیکې له ۲۵۰ کلونو راهیسې دوام لري او باید پراخه کړی شي.

ښاغلي عطا پر طالبانو دا غږ هم وکړ، چې نور له جګړې لاس واخلي د سولې خبرې وکړي او په اختر کې اوربند اعلان کړي.

دغه راز ښاغلي عطا دا غوښتنه هم وکړه، چې د افغان سیاسیون او طالبانو دا ځلي غونده باید تر مخکنی هغې قوي او یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

د سلمې کلیزې د لمانځ غوندې په مراسمو کې د روسیې ځانګړي استازي کابلوف و ویل، چې افغان سیاسیون او طالبان د خپل منځي خبرو لپاره کافي وخت لري او سبا به خبرې سره وکړي.

په همدې اساس ټاکل شوې افغان سیاسیون او د طالبانو استازي چې دا ځل په کې د طالبانو د امارات دوهمه شمېره کس ملا عبدالغني برارد هم شتون لري، نن چهارشنبې د غبرګولي ۸ مه د روسیې پر وخت غرمه مهال مسکو کې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي