۰
د پاکستان پخوانی دفاع وزیر:

پاکستان دې له عقله کار واخلي، که نه یو بل بنګال ترې جلاکېدونکی دی

چهارشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۲
د پاکستان پخواني دفاع وزیر او د مسلم لیک (ن) ګوند یو تن مشر خواجه اصف وايي، وزیرستان وروستیو پېښو ته په اشارې خبراری ورکړي، چې پاکستان دې له عقل نه کار واخلي، که نه یو بل بنګال ترې جلاکېدونکی دی.
پاکستان دې له عقله کار واخلي، که نه یو بل بنګال ترې جلاکېدونکی دی
د پاکستان پخواني دفاع وزیر او د مسلم لیک (ن) ګوند یو تن مشر خواجه اصف وايي، وزیرستان وروستیو پېښو ته په اشارې خبراری ورکړي، چې پاکستان دې له عقل نه کار واخلي، که نه یو بل بنګال ترې جلاکېدونکی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خواجه اصف دغه څرګندونې دا مهال کړې چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان پوځ په وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ایم پر یوه اعتراضیه کاروان وسله وال برید وکړ.

په دغه برید کې د یاد غورڅنګ تر ۴۰ زیاتو پلویانو ته مرګ ژوبله واوښته او دغه راز پوځ د ګوند یو مشر علي وزیر ونیوه او اوس ویل کېږي پوځیانو پرې د ترهګرۍ تور پورې کړی دی.

تر دغه پېښې وروسته د ګوند یو بل مشر محسن داوړ خبرداری ورکړی وو چې که د علي وزیر یوه وېښته ته هم زیان ورسېږي نو له وزیرستانه به یو پاکستاني پوځي هم ژوندی ونه وځي.

همدې پېښې ته په اشارې د پاکستان پخواني دفاع وزیر او د مسلم لیک (ن) ګوند یو تن مشر خواجه اصف له عمران خان نه غوښتنه کړې ده چې د وزیرستان د پېښې په اړه دې سپیناوي وکړي.

نوموړي زیاته کړې که پاکستان له عقله کار وانخلي نو یو بل بنګال هم جوړېدونکی دی.

خواجه اصف دا غورځنګ سوله ییز بللی او ویلي یې دي چې باید خبرې او ګیلې یې وارېدل شي.

باید و ویل شي، چې پر پښتون غورځنګ له برید وروسته په ټول پاکستان کې د پاکستاني حکومت پر ضد لاریونونه شوي او له دې سوله ییز غورځنګ سره یې د پاکستان له تشدده ډک چلند سخت غندلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي