ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د طالبانو یو مهم قوماندان قاري نصرت وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د غبرګولي ۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، قاري نصرت د افغان کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی.
خبرپاڼه کې د هغه د وژل کېدو دقیق ځای نه دی ښودل شوی خو وایي، قاري نصرت غزنی کې د ګنو شمېر امنیتي سرتېرو په شهادت کې لاس درلود.
دفاغ وزارت وايي، قاري نصرت د طالبانو د مولوي ابوبکر د ډلې غړی او په غزني کې د طالبانو یو مهم قوماندان و.
بل خوا دفاع وزارت د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۹ طالبانو د وژأ کېدو او څلورو نورو د نیول کېدو راپور ورکړیو چې دوه یې هم په کې قوماندانان دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل