د ټاکنو خپلواک کمېسیون په رسمي توګه اعلان وکړ، چې تخنیکي او مالي ستونزو له امله به د روان کال د تلې په شپږه یوازې د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني نن چهارشنبې د غبرګولي ۸ مه کابل کې د خبري غونډې پر مهال و ویل، کمېسیون له وړاندې د ولسمشرۍ، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او غزني ولایت ټاکنو یو ځای تر سره کېدل په مشروط ډول وړاندې کړي وو.
د هغې په وینا هغه مهال یې ویل و، که چېرته مالي او تخنیکي امکانات ورته برابر شي نو درې واړه ټاکنې به یو ځای تر سره کړي، خو په وینا یې اوس دا کار ناشونی دی.
نوموړې و ویل، چې د مالي او تخنکي ستونزو له امله به د میزان په شپږمه یوازې د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي او د غزني ولایت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ممکن نه دي، چې په اړه به یې وروسته پرېکړه وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل