۰

کورنیو چارو وزارت کې ستره غلا، د پولیسو له اعاشې ۶ سوه میلیونه افغانۍ وهل شوې

پنجشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۲
د کورنیو چارو وزارت د لوژستیک او مالي ریاستونو ۲۳ تنه کارکوونکي او د یوه خصوصي شرکت مسوول حاجي رسا چې د پولیسو د ۶۰۰ میلیونه افغانیو اعاشې په اختلاس کې یې لاس درلود نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت کې ستره غلا، د پولیسو له اعاشې ۶ سوه میلیونه افغانۍ وهل شوې
د کورنیو چارو وزارت د لوژستیک او مالي ریاستونو ۲۳ تنه کارکوونکي او د یوه خصوصي شرکت مسوول حاجي رسا چې د پولیسو د ۶۰۰ میلیونه افغانیو اعاشې په اختلاس کې یې لاس درلود نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت پرون چهارشنبې د غبرګولي ۸ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي دغه راز د همدې موضوع په تړاو د وزارت تأمیناتي مرستیال او د لوژستیک او مالي ریاستونه رییسان ممنوع الخروج شوي دي.

سرچینه وایي،په نیول شویو کسانو کې حاجي رسا چې د کورنیو چارو وزارت د یوه قرارداد مسوول دی، ۹ تنه د لوژستیک د عمومي ریاست کارکوونکي او ۱۳ تنه د مالي عمومي ریاست کارکوونکي شامل دي.

خبرپانه زیاتوي، دوی د پولیسو د ۱۳۹۷ مالي کال د غوښې په یوه قرارداد کې د اختلاس له امله چې د ۱۰ ولایتونو لپاره ځانګړی شوی و، د مسلکي او اوپراتیفي فعالیت څخه وروسته له اسنادو او شواهدو سره ونیول شول.

په خبرپانه کې راغلي، د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د تورنو کسانو د قضیو د جدي پلټنې او ارزونې دستور ورکړی او د پلټنو تر بشپړېدو وروسته به یې قضیې عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي