د امریکا د پوځ مشر:

افغانستان کې به د امریکا ترهګرۍ ضد جګړه دوام وکړي، د بحث ځای په کې نشته

9 جوزا 1398 ساعت 8:34

د امریکا د پوځ لوی درسیتز جنرال جوزیف ډانفورد ویلي د امریکايي پوځیانو د وتلو له غوښتنې سره به افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د امریکا هلې ځلې او مبارزه دوام وکړي.


د امریکا د پوځ لوی درسیتز جنرال جوزیف ډانفورد ویلي د امریکايي پوځیانو د وتلو له غوښتنې سره به افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د امریکا هلې ځلې او مبارزه دوام وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال ډانفورډ دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د مۍ ۲۹ مه واشنګټن کې بروکینګز انستیتیوت ته په وینا کې کړې دي.

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په راپور کې د جنرال ډانفورډ له قوله ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور په دوام کې د بحث ځای نشته او د ځواکونو د ایستلو له غوښتنې سره به د ترهګرۍ ضد جګړه دوام وکړي.

هغه زیاته کړې« هیچا نه دي ویلي چې امریکا مخکې له دې له افغانستان څخه وځي چې زموږ تروریستي ضد ګټې خوندي شوي نه وي…. په دې کې د بحث ځای نشته.»

واشنګټن ټایمز ورځپاڼه وايي، امریکا او متحدان یې په افغانستان کې له داعش او نورو تروریستي ډلو اندېښنه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس هم په یوه پوځي اکاډمۍ کې تازه فارغو شویو سرتېرو ته وینا کې و ویل، چې په افغانستان کې د یوې اوږدې جګړې لپاره تابیا ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116903

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116903/

جمهور
  https://www.jomhornews.com