۰
عطامحمد نور:

حکومت کې وروستي بدلونونه او ګمارنې غیر مشروع او د سیاسي اخلاقو خلاف دي

پنجشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۹
د جمعیت ګوند اجرائیه رییس استاد عطامحمد نور د حکومت د مشرتابه له خوا وروستي ادلون بدلون او ګمارنې ، غیر مشروع، د سیاسي اخلاقو خلاف او له ټاکنیزې روحیې سره په خلاف عمل بللی دی.
حکومت کې وروستي بدلونونه او ګمارنې غیر مشروع او د سیاسي اخلاقو خلاف دي
د جمعیت ګوند اجرائیه رییس استاد عطامحمد نور د حکومت د مشرتابه له خوا وروستي ادلون بدلون او ګمارنې ، غیر مشروع، د سیاسي اخلاقو خلاف او له ټاکنیزې روحیې سره په خلاف عمل بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نور ویلي د ملي یووالي حکومت کاري موده پای ته رسېدلې او غیر قانوني دی او دغه وروستۍ ټاکنې یې هم له قانون پورته او خلاف یې دي.

ښاغلي نور په خپله فسبوک پاڼه لیکلي په داسې حال کې چې د حکومت کاري دوره د غبرګولي په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلې او دا حکومت نور غیر مشروع او غیر قانوني دی.

نوموړي زیاته کړې، چې پر همدې اساس په درې وروستیو کې حکومت کې د وزیرانو معرفي کېدل، د سفیرانو ګمارل او دغه راز پر ځینو نورو لوړو پوستونو ګمارنې او لرې کول هېڅ ډول قانوني جنبه نه لري، کاملآ غیر مشروع، د سیاسي اخلاقونو او ټاکنیزې روحیې سره بشپړ مخالف کار دی.

هغه ویلي«اشرف غني د ولسمشرۍ د نوماند په توګه له قدرته په ګتنې نه یوازې له غیرې قانوني کارونو ډډه او احترام نه ورته کوي، بلکې نورو ټولو نوماندانو ته په یوه حربه بدل شوی دی.

ښاغلي نور پر ولسي جرګه غږ کړی، چې د غني له خوا ورپېژندل شویو وزیرانو ته د باور رایه ورنکړي او په دې توګه د ولسمشر د ده په وینا د غیر قانوني کړنو مخه ونیسي.

دغه راز نوموړي له هغو ۷ بهرنیو هېوادونو چې افغانستان ورته نوي سفیران ټاکلي هم تمه ښودلې، چې د افغان ولس غوښتنو ته په احترام سره د هغوی باور لیکونه ونه مني.

د جمعیت ګوند اجرائیه مشر په خپلو وروستیو خبرو کې ویل«موږ ټول یو له بله د حکومت د غیر قانوني او نامشروع کړنو پر وړاندې په یوه لیکه کې درېږو.»

باید و ویل شي، چې افغانستان تازه نعمت الله سایر د جرمني،هیلینا ملکیا ایټالیا،عباس نویان سویډن،حسن سروش کاناډا،یوسف غفورزی ناروې،محب سپین غر مالیزیا او شهزاد آریوبي د چک جمهوریت لپاره سفیران ټاکل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي