کمانډو زابل کې د طالبانو له زندان ۲۸ تنه راخوشي کړل

9 جوزا 1398 ساعت 10:20

ملي دفاع وزارت وایي، افغان کمانډو ځواکونو زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او له دې زندانه یې لسګونه بندیان را خوشي کړي دي.


ملي دفاع وزارت وایي، افغان کمانډو ځواکونو زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او له دې زندانه یې لسګونه بندیان را خوشي کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن پنشنبې د غبرګولي ۹ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، افغان کمانډو ځواکونو دا عملیات د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو زندان مات او ۲۸ تنه امنیتي سرتېري او ملکي وګړي یې تر راخوشي کړي دي.

خبرپاڼه وايي، په را خلاص شویو کسانو کې ۱۶ تنه ولسي وګړي او ۱۲ تنه هم افغان ستري وو.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې په عملیاتو کې دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي دی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې افغان ځواکونو له دې وړاندېهم د طالبانو لسګونه زندانونه مات کړي او لسګونه بندیان یې ترې راخوشي کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 


د مطلب کود: 116912

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116912/

جمهور
  https://www.jomhornews.com