۰

وردګو کې ۱۱۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۲
د کورنیو چارو وزارت د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال د ۱۱۰ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
وردګو کې ۱۱۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د کورنیو چارو وزارت د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال د ۱۱۰ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن پنشنبې د غبرګولي ۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو غوښتل، د ملي ادرو، پر پوستو او د ولسوالۍ پر ودانۍ ډلیز بریدونه وکړي، چې د امنیتي ځواکونو له ځوابیه غبرګون سره مخ شول.

سرچینه زیاتوي افغان ځواکونو د چک ولسوالۍ په شېرخانې، بومبی او پنه سیمو کې پر طالبانو ځمکني او هوايي عملیات وکړل.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه عملیاتو کې ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي، ۶۵ تنه ټپیان او د هغوی ۲۰ کړۍ ماینونه د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې عملیاتو کې ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

وسله والوطالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي