امریکا کې وسله وال برید ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

11 جوزا 1398 ساعت 9:11

راپورونه وايي، د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د یوه وسله وال برید له امله ۱۲ تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.


راپورونه وايي، د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د یوه وسله وال برید له امله ۱۲ تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پولیسو ویلي پېښه د جمعې په ورځ په ځايي وخت څلور بجې د ویرجینیا بیچ د ښاروالۍ یوه ودانۍ شوې دي.

پولیسو زیاته کړې، چې په دغه برید کې ۱۲ تنه وژل شوي او د یوه پولیس په ګډون شبږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا بریدګر هم چې د ښاروالۍ پخواني کارمن و، وژل شوی دی خو وايي د برید انګېزه تر اوسه نه ده معلومه شوې، چې په اړه یې پلټنې روانې دي.

خو په وینا باوري دي چې بریدګر په یوازې سر د دې برید پلان جوړ او پلی کړ، خو اصلي انګېزه یې لا هم نه ده ډاګیزه شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116956

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116956/

جمهور
  https://www.jomhornews.com