ولسمشر غني د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو د څوارلسمې ناستې په څنډه کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې ریتنو مارسودیا سره په مکې ښار کې وکتل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې کتنه کې دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د همکاریو د پراختیا او د افغانستان د سولې پروسه کې د اندونیزیا د رول په اړه خبرې وکړې.
ولسمشر غني د افغانستان د سولې پروسې د علماو ناستې د کوربه توب په اړه د اندونیزیا له هڅو مننه کړې ده.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان د سولې په اړه د علماوو د بلې ناستې د کوربه توب په اړه چمتووالی ښودلی.
باید و ویل شي، چې ولسمشر به د دغه کنفرانس په څنډو کې د یو شمېر نورو هېوادونو له مشرانو سره هم وګوري.
جمهورخبري آژانس:کابل