طالبانو غوښتل صیاد ولسوالي ونیسي خو ماته یې خوړلې

11 جوزا 1398 ساعت 12:47

شمال کې د پوځ چارواکي وايي، وسله والو طالبانو غوښتل د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو د افغان ځواکونو له سخت ځواب سره مخ او ماته یې خوړلې ده.


شمال کې د پوځ چارواکي وايي، وسله والو طالبانو غوښتل د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو د افغان ځواکونو له سخت ځواب سره مخ او ماته یې خوړلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شمال کې د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو نن شنبې د غبرګولي ۱۱ مه ویلي، طالبانو تېره شپه پر دغه ولسوالۍ ډلیز بریدونه پیل کړل.

سرچینه زیاتوي طالبانو خپل برید د بلند غور له سیمې پیل کړ، خو ډېر ژر د افغان ځواکونو له کلک مقاومت او ځوابیه برید سره مخ شول، چې په ترڅ کې یې طالبانو ماته وخوړه.

پوځ وايي، به دې جګړه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ۹ تنه ټپیان او نورو یې له سیمې پښې سپکې کړې دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې په عملیاتو کې افغان ځواکونو ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:شمال
 


د مطلب کود: 116970

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116970/

جمهور
  https://www.jomhornews.com