هلمند کې د طالبانو پر پټنځایونو بریدونه شوي

11 جوزا 1398 ساعت 12:52

ملي دفاع وزارت هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو د برید او د ۸ مرکزونو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو د برید او د ۸ مرکزونو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د غبرګولي ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ګډو ځواکونو د عملیات ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات تر سره کړل.

سرچینه زیاتوي، په دې عملیاتو کې د طالبانو ۸ لوی پټنځایونه چې له دې ځایه یې ستر ستر بریدونه پلانول له منځه وړل شوي او ګڼې سیمې له طالبانو پاکې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د عملیاتو په ترڅ کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي، پنځه تنه ټپیان او دغه راز ۲۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.

طالبانو څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116971

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116971/

جمهور
  https://www.jomhornews.com