هرات کې ۱۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

11 جوزا 1398 ساعت 12:58

د هېواد لوېدیځ کې د پوځ ۲۰۷ ظفر قول اردو وايي، هرات ولایت کې د پوځ سره جګړه کې ۱۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د هېواد لوېدیځ کې د پوځ ۲۰۷ ظفر قول اردو وايي، هرات ولایت کې د پوځ سره جګړه کې ۱۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ۲۰۷ ظفر قول اردو ویلي، دغه جګړه تېره شپه د هرات ولایت شنډنډ ولسوالۍ کې د پوځ پر یوه پوسته د طالبانو له برید وروسته رامنځ ته شوه.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند عارف رضايي وایي، په امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې پوځیانو ته زیان نه دی اوښتی، خو په ځوابیه برید کې ۶ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 


د مطلب کود: 116973

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116973/

جمهور
  https://www.jomhornews.com