۰

خلیلزاد بیا پاکستان ته ځي تر څو طالبانو سولې ته وهڅوي

شنبی ۱۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۲
راپورنه وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد پام کې لري، چې پاکستان ته ولاړ شي او سولې په برخه کې بیا خبرې پیل شي.
خلیلزاد بیا پاکستان ته ځي تر څو طالبانو سولې ته وهڅوي
راپورنه وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد پام کې لري، چې پاکستان ته ولاړ شي او سولې په برخه کې بیا خبرې پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورنه زیاتوي، ښاغلي خلیلزاد به سبا یکشنبې د غبرګولي ۱۲ مه اسلام آباد ته ولاړ شي او له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره به پر افغان سوله او د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړي.

رسنۍ زیاتوي اسلام آباد ته د خلیلزاد د سفر موخه دا ده، چې له پاکستان وغواړي څو له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې همکاري پراخه کړي.

راپورونه وايي، خلیلزاد به د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره وګوري او په دې لیدنه کې به ټینګار وکړي چې پاکستان باید د سولې په برخه کې خپله همکاري ډېره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله هم په تازه اختریز پیغام کې ویلي، له امریکا سره د سولې خبرې ښې پر مخ روانې دي.

باید و ویل شي، چې امریکا او طالبان تر دې وړاندې شپږ ځلې په بېلا بېلو ځایونو کې پر افغان سوله سره خبرې، کړې چې کومې پایلې ته نه دي رسېدلې، خو وايي پرمختګ په کې شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي