کابل کې د یوه پوهنتون د محصلینو د عملې په موټر چاودنه شوې

12 جوزا 1398 ساعت 9:58

امنیتي چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې د پوليتخنیک د محصلینو د عملې پر کاسټر ډوله موټر چاودنې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.


امنیتي چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې د پوليتخنیک د محصلینو د عملې پر کاسټر ډوله موټر چاودنې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن یکشنبې د غبرګولي ۱۱ مه څه کم ۸ بجې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د سیلو پر سړک کوټه سنګي ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د محصلینو د عاملې پر یو کاسټر بس کې یو مقناطیسي ماین وچاودیده، چې له امله یې یو ملکي وکړی ووژل شو او لس تنه نور ټپیان شو.

نوموړي زیاته کړه، د دغې چاودنې شل دقیقې وروسته د پیښې په ځای کې دوه نورې چاودنې وشوې، چې له امله یې د پنځه پولیسو په ګډون اوه تنه ټپیان شو.

د هغه په وینا په چاودنه کې یو افغان خبریال هم ټپي شوی او ټپیان روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې په چاودنو کې یو افغان خبریال هم ټپي شوی دی.
د پیښې عیني شاهدان وايي، په لومړۍ چاودنه کې د یو دکان شاګرد وژل شوی دی.
د دغو چاودنو ډیر ټپیان د پولیسو روغتون ته وړل شوي دي.

به ورته وخت کې عیني شاهدان وايي، چاودنه په موټر پسې د نښلول شوی ماین له امله رامنځ ته شوه چې د یو دکان شاګرد په کې و وژل شو.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې د دوه ورځې وړاندې د کابل په قمبر څلور لاري کې د مارشال محمد قسیم فهیم پوځي پوهنتون مخې ته هم هغه مهال ځانمرګی برید وشو، چې زده کوونکي د جمعې په رخصتۍ کور ته روان و.

په دغه برید کې ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 116995

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116995/

جمهور
  https://www.jomhornews.com