روسیه کې یوې چاودنې ۸۰ کسان ټپیان کړي دي

12 جوزا 1398 ساعت 10:09

راپورونه وايي، د روسیې په درزژینسک ښار کې د بمونو او نورو نظامي مهماتو د تولید په یوه فابریکه کې درنه چاودنه شوې ده.


راپورونه وايي، د روسیې په درزژینسک ښار کې د بمونو او نورو نظامي مهماتو د تولید په یوه فابریکه کې درنه چاودنه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه چاودنې د شدت له امله د فابریکې په څو کیلومترۍ کې تر ۱۸۰ پورې کورونه زیانمن شوي دي.

د چاودنې له امله کابو ۸۰ تنه ټیپیان شوي او د مهماتو د دغه فابریکې څو مهم مرکزونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.

چارواکي وايي، د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی او د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 116997

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116997/

جمهور
  https://www.jomhornews.com