امریکا، افغانستان او عراق ته تازه دمي سرتېري لېږي

12 جوزا 1398 ساعت 10:22

ټاکل شوې د امریکا متحده ایالات له داعش وسله والې ډلې سره د مبارزې لپاره تازه دمي سرتېري افغانستان او عراق ته ولېږدي.


ټاکل شوې د امریکا متحده ایالات له داعش وسله والې ډلې سره د مبارزې لپاره تازه دمي سرتېري افغانستان او عراق ته ولېږدي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په تکزاس ایالت کې د یوې پوځي روزنځی چارواکو د دې خبرې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان او عراق کې د داعش ډلې ګواښونه موجود دي.

د چارواکو په وینا د دغه تهدیداتو او خطرونو د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره یې د نوو سرتېرو د لېږلو پرېکړه کړې ده.
 
سرچینه وايي، دغه سرتېرو د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره اړینه روزنه لیدلې ده او په هر ډول شرایطو کې د جګړې لپاره تیار دي.

امریکا په افغانستان کې تر ۱۴ زره ډېر سرتېري لري چې تر ډېره د افغان پوځ په روزنه او ملاتړ بوخت دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 116999

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/116999/

جمهور
  https://www.jomhornews.com