سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د شوي موټر بم برید له امله ۱۵ تنه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید تېره شپه (د غبرګولي ۱۱ مه) څه کم لس بجې رامنځ ته شوی دی.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، برید د غزني ولایت د پولیسو د ریزرف قطعې پر لومړي قرول کې د هاموی ټانګ په واسطه شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې دوه تنه پولیس وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
په ورته وخت کې د غزني د ولایتي شورا رییس نصیر احمد فقري ویلي، په دغه پېښه کې شبږ پولیس وژل شوي دي.
طالبانو هم د برید مسوولیت اخیستی او په یوه پیغام کې یې د ۴۰ سرتېرو د وژل کېدو او ګڼ شمېر نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.
دا په تېرو دوه اونیو کې دوهم هاموي موټر بم برید دی، چې په غزني ولایت کې پر امنیتي ځواکونو تر سره کېږي.
جمهورخبري آژانس:غزني