مشرانو جرګه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده اختریز پیغام ته په اشارې وايي، طالبان سولې ته چمتو نه بلکې، جګړه غواړي، چې باید په شدت وځپل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو مشر پرون شنبې د غبرګولي ۱۱ مه د اختر په مناسبت د خپاره شوي پیغام په یوه برخه کې د جګړې پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې څوک دې تر هغې د سولې او اوربند تمه نه کوي، بلکې د جهاد سنګرونه به همداسې ګرم وي.
مشرانو جرګې همدې دریځ ته په غبرګون کې وايي، له دې ښکاري، چې د طالبانو په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، دغه ډله سولې نه بلکې د جګړې دوام غواړۍ.
یادې جرګې پر امنیتي ادارو او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غږ وکړ، چې د طالبانو د ځپلو لپاره کلک تدابیر ونیسي او سم ځواب یې ورکړي.
د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار نن یکشنبې د غبرګولي ۱۲ مې عمومي غونډه کې و ویل د طالبانو دریځ کې بدلون نه دی راغلی، جګړې ته ادامه ورکوي چې پر وړاندې یې باید امنیتي ځواکونه بشپړ چمتوالی ولري.
هغه زیاته کړه«طالبانو د بهرنیو شتون هسې پلمه نیولې، دا ډله سوله نه جګړه غواړي، دا جګړه ماره دله وه او وي به، که نه وای د استاد رباني د حکومت پر وړاندې ولې جنګېدل، هغه مهال خو یو بهرنی هم نه وو.»
ښاغلي مسلم یار د طالبانو د مشر دا ادعا هم رد کړه چې ویلي یې وو افغان حکومت د سولې پر وړاندې ستونزې جوړي او سوله نه غواړي.
د مشرانو جرګې رییس و ویل حکومت هېڅ وخت د سولې خنډ نه دی او نه یې پر وړاندې ستونزې جوړي، بلکې د هېواد د تجزیې او انارشۍ مخه یې نیولې ده.
مسلم وايي، که طالبان په رښتیا سوله غواړي او رښتیا خپلواکه وي، نو د امریکا سره د خبرو پر ځای دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او هېواد کې د راتلونکو ستونزو مخه دې ونیسي.
د جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار هم د مسکو په ناسته کې د طالبانو دریځ او د دوی د مشر اختریز پیغام ته په نغوتې و ویل، طالبان نه غواړي، چې د خبرو له لارې د افغانستان ستونزه حل شي، بلکې مشر یې د جګړې پر دوام ټینګار کړی دی.
نوموړي و ویل، د دې په خواب کې باید ملي یووالي رامنځ ته، یو لاس او په قاطعیت سره پر وړاندې ودرېږو او د جګړې په ډګر وځپل شي.
په ورته وخت کې نورو سناتورانو هم پر حکومت غږ وکړو چې نور د طالبانو د ځپلو لپاره د جګړې پر میدان باید ځانګړي تدابیر ونیسي او ویې ځپي.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني