۰

د روژې میاشت کې ۵۲۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

یکشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۴
د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي تېره ميلادي مياشت، چې روژه هم په كې وه، په بېلا بېلو پېښو کې ۵۲۹ ملکی افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د روژې میاشت کې ۵۲۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي تېره ميلادي مياشت، چې روژه هم په كې وه، په بېلا بېلو پېښو کې ۵۲۹ ملکی افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاده اداره زیاتوي، ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله د افغانستان په ۲۳ ولايتونو كې اوښتې ده د وړمې مياشتې په پرتله نږدې دوه برابره زياتوالى ښيي.

یادې ډلې په یوه خپره کړې خبرپانه کې ویلي،  په مې مياشت كې ۱۸۹ ملكي افغانان وژل شوي او ۳۴۰ تنه نور ټپيان دي چې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په کابل، ننګرهار، هرات، غزني او هلمند ولايتونو کې اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، ملكي افغانانو ته زيات مرګ ژوبله د ماين چاودنو، ځانمرګو بريدونو او هدفي وژنو له كبله رسېدلې ده.

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډلې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی، چې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي او دې انساني غميزې ته د پاى ټکى کېږدي.

همدارنګه یې له نړيواله بشردوستانه بنسټونو غوښتنه كړې، چې د ملكي مرګ ژوبلې د مخنيوي په هدف د جګړې پر ښكېلو لورو فشارونه ډېر كړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي