۰

د کرزي د ورور شاولي کرزي د کور د ساتونکو به ډېپو کې اور لګېدلی

دوشنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۲
کندهار کې د مخکني ولسمشر حامد کرزي د ورور شاه ولي کرزي د کور د ساتونکو د پوستې په ډېپو کې اور لګېدلی دی.
د کرزي د ورور شاولي کرزي د کور د ساتونکو به ډېپو کې اور لګېدلی
کندهار کې د مخکني ولسمشر حامد کرزي د ورور شاه ولي کرزي د کور د ساتونکو د پوستې په ډېپو کې اور لګېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د غبرګولي ۱۲ مه رامنځ ته شوې، چې د کندهار د امنیه قوماندانۍ په وینا د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او چا ته زیان نه ‌دی رسېدلی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ سکرتر غورځنګ افریدی وايي، د اور لګېدنې له امله چاودنې او ډزې هم شوې دي.

له دغه پېښې وروسته ځینو سیمه ییزه رسنیو راپور ورکړ، چې دا موټر بم ځانمرګی برید و او هغه مهال شوی چې د ملي دفاع سرپرست اسدالله خالد او د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان هم د شاولي کرزي په کور کې وو.

خو د کندهار امنیه قوماندانۍ دا خبرې رد کړې او ټینګار یې کړی، چې د ساتونکو د پوستې په ډېپو کې لومړی اور لګېدلی او وروسته چاودنې او ډزې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي