د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پاکستان ته په رسېدو د دغه هېواد له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون یکشنبې د غبرګولي ۱۲ مه اسلام آباد ته ورسېدل او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په ګډون یې له یو شمېر پاکستاني چارواکو سره ولیدل.
پاکستاني رسنۍ وايي، دواړو لورو پر افغان سوله خبرې کړې خو تر اوسه د دغه خبرو جزیات رسنیو ته نه دي په داګه شوي.
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خلیلزاد سره د پاکستاني چارواکو د لیدونو په اړه یوازې دومره ویلي، چې هېواد یې د افغان سولې په برخه کې همکارۍ ته ژمن دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل پر خپله ټوېټرپانه لیکلي، هېواد یې ټول لوري هڅوي چې له همدې موقع په استفادې دغې اوږد مهالې جګړې ته د سیاسي لارو د پای ټکی کېږدي.
د یادونې ده، چې خلیلزاد له تېرو دوه ورځو راهیسې د افغان سولې په تړاو خپل اووم سفر پیل کړي، چې په ترڅ کې به یې افغانستان، بلجیم، جرمني، قطر او عربي متحده اماراتو ته هم لاړ شي.
هغه د دغه سفر د پیل سره سم پر خپله ټوېټر پانه ولیکل، چې دا ځل به د افغانستان د سولې د هڅو د ګړندي کېدو او په دې اړه د سیمې او نړۍ د هڅو پر یوځای کېدو تمرکز وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل