پولیسو ننګرهار کې د درمل جوړونې پر یوه شرکت عملیات کړي

13 جوزا 1398 ساعت 10:19

کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو ننګرهار ولایت کې د درمل جوړونې په یوه شرکت عملیات تر سره کړي او زیاته اندازه نشه يي توکي یې نیولي دي.


کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو ننګرهار ولایت کې د درمل جوړونې په یوه شرکت عملیات تر سره کړي او زیاته اندازه نشه يي توکي یې نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت خپره پاڼه کې ویلي، چې دغه عملیات پرون یکشنبې د غبرګولي ۱۲ مه د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو له خوا د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په دوسرکې سیمه کې شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۱۰۰۰ قرصه نشه يي ټابلېټونه، یو ډېر شمېر نشه يي توکي او د نشه يي توکو د تولید او پروسس یو شمېر وسایل نیولي دي.

سرچینه زیاتوي پولیسو د یادو عملیاتو په لړ کې ۴۵ کیلو ګرامه جامد کېمیاوي توکي، ۳۵ لیتره اوبلن کېمیاوي توکي، ۱۹ قرصه ټابلېټ کا او د ټابلېټ کا د تولید او پروسس یو شمېر وسایل نیولي دي.

دغه راز خبرباڼه وايي، پولیسو د تېرو دوه اونیو په لړ کې په ۲۰ بېلابېلو عملیاتو کې ۸۰۱ کیلو ګرامه نشه يي توکي او ۱۶۳ لیتره الکولي څښاک کشف او ضبط کړي او د یادو قضیو په تور یې ۲۳ کسان نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117031

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117031/

جمهور
  https://www.jomhornews.com