کورنیو چارو وزارت وایي د اختر په ورځو کې یې د مرکز او ولایتونو په ګډون اړین امنیتي تدابیر نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند نصرت الله رحیمي نن دوشنبې د غبرګولي ۱۳ مه کابل کې د خبري غوندې پر مهال وکړې.
نوموړي و ویل، چې کورنیو چارو وزارت له نورو امنیتي ادارو سره په ګډه په ولایتونو او کابل کې اړین امنیتي تدابیر نیولي دي او په دې تړاو یې یو امنیتي پلان جوړ کړی دی.
د دغه پلان پر بنسټ ټول امنیتي ځواکونه په مرکز او ولایتونو کې د تیار سی په حال کې دي او په جوماتونو، تفریح ځایونو او نورو سیمو کې بیا ځانګړي امنیتي تدابیر هم نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند له خلکو هم وغوښتل، چې له خپلو امنیتي سرتېرو سره د امنیت په برخه کې همکاري ولري.
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش