۰

کابل کې د شوې چاودنې مرګ ژوبله ۱۵تنو ته ورسېده

دوشنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۴
پلازمېنه کابل کې چاونه د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو کمېسیون د کارکوونکو په موټر شوې، چې له امله یې د یادې ادارې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل کې د شوې چاودنې مرګ ژوبله ۱۵تنو ته ورسېده
پلازمېنه کابل کې چاونه د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو کمېسیون د کارکوونکو په موټر شوې، چې له امله یې د یادې ادارې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د غبرګولي ۱۳ مه ماسپښین ۱:۳۰ بجې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چاودنه د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو کمېسیون د کارکوونکو پر کاسټر موټر د چسپکي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي و ویل، په دغه چاودنه کې پنځه تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، چې سیمې ته امنیتي ځواکونه او امبولانسونه رسېدلي، چې ټپیان روغتون ته ولېږدوي.

په ورته وخت خپله د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالفرید احمد وايي، مامورین تر رخصتۍ وروسته کور ته روان وو، چې پر موټر نښلول شوي چسپکي ماین پرې چاودنه کړې.

نوموړي زیاته کړه چې په یاده چاودنه کې د دغه کمېسیون څلور کار کوونکي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي په نننۍ چاودنه کې ۵ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیلو په سړک هم درې د پولیتخیک د عملې پر کاسټر موټر چاودنې وشوې، چې ۲ تنه په کې وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي