۰
فاتو بنسوډا:

د جرایمو نړیواله محکمه د افغانستان کې د جرمونو نه څېړلو په اړه وضاحت ورکړي

شنبی ۱۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۶
د جرایمو نړیولې محکمې یوې مدافع وکیلې فاتو بنسوډا له دغه محکمې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د نه څېړلو په اړه وضاحت غوښتی دی.
د جرایمو نړیواله محکمه د افغانستان کې د جرمونو نه څېړلو په اړه وضاحت ورکړي
د جرایمو نړیولې محکمې یوې مدافع وکیلې فاتو بنسوډا له دغه محکمې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د نه څېړلو په اړه وضاحت غوښتی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن بسوډا په همدې اړه خپل ۱۷ مخیزه غوښتلیک یادې محکمې ته سپارلی او ویلي یې دي، چې د محکمې د وروستي تصیم په اړه توضیحات د هغې د استناف غوښتنې لپاره زمینه برابرولی شي.

باید و ویل شي، چې د جرایمو نړیوالې محکمې په تېره اپریل میاشت په افغانستان کې د جنګي او بشر ضد جنایتونو په اړه د څېړنې غوښتنه رد کړې وه.

هغه مهال محکمې ویلي و په افغانستان کې به په دې اړه پلټنې د عدالت له تامین سره مرسته ونه شي کړی ځکه ښکېل اړخونه ښايي د پلټنو په برخه کې مرسته ونه کړي.

خو مېرمن بسنوډا وايي، دا استدالال د جرایمو د نړیوالې محکمې د اهدافو سره په ټکر کې کار دی په داسې حال کې، چې دغه محکمه هغه څه ته چې وايي، په هغه هېوادونو کې چې دولتونه یې د څېړنو توان او یا هم د جنايي جرمنو عاملانو ته د جزا ورکولو اراده نه لري ځان ژمن بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي