ترکیې ته د امریکا ګواښ:

که مو د اېس ۴۰۰ سیستم واخیست، اف ۳۵ الوتکې نه درکوو

19 جوزا 1398 ساعت 9:09

امریکا ترکیې ته ګواښ کړۍ، که له روسیې د اېس ۴۰۰ توغنديو ضد دفاعي سيستم واخلي، نو دوی به اف ۳۵ جنګي الوتکې ورنه کړي.


امریکا ترکیې ته ګواښ کړۍ، که له روسیې د اېس ۴۰۰ توغنديو ضد دفاعي سيستم واخلي، نو دوی به اف ۳۵ جنګي الوتکې ورنه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکا خبرداری ورکړی، چې د دې سیستم په اخستو سره به دوی ترکیه د اف ۳۵ جنګي الوتکو له پروګرامه په بشپړ ډول وباسي.

خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا له روسیې د اېس ۴۰۰ توغنديو ضد دفاعي سيستم پر اخیستنې ټینګار کوي او وايي، دوی به له روسیې سره دغه معامله وکړي.

باید و ویل شي، امريکا ترکيې ته د روان ميلادي کال د راتلونکې جولای مياشتې تر پايه وخت ورکړی تر څو له روسيې څخه د «ایس ۴۰۰» ډوله توغنديو ضد دفاعي سيستم له اخيستلو د تېرېدو اعلان وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117113

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117113/

جمهور
  https://www.jomhornews.com