۰

کرام الدین کرام د فوټبال له فعالیتونو منع او یو میلیون ډالر جریمه شو

یکشنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۰
د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی رییس کرام الدین کرام د تل لپاره د فوټبال له فعالیتونو منع کړی دی.
کرام الدین کرام د فوټبال له فعالیتونو منع او یو میلیون ډالر جریمه شو
د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی رییس کرام الدین کرام د تل لپاره د فوټبال له فعالیتونو منع کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فیفا نوموړی د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورنې په قضیه کې پړ بللی او یو میلیون ډالر جریمه یې هم پرې اېښې ده.

د فیف د اخلاقي کمېټې قضايي څانګې پرون شنبې د غبرګولي ۱۸ مه کرام د خپلې دندې له واکونو څخه په ناوړه استفادې او د څو ښځینه لوبغاړو په جنسي ځورونې پړ وباله.

د فوټبال نړیوال فدراسیون وايي، د ښاغي کریم په اړه یې څېړنې د افغانستان د نجونو د فوټبال د ټیم د لږ تر لږه پنځو پخوانیو غړو د شکایتونو پر بنسټ کړي دي.

د فیفا په بیان کې راغلي چې دې ښځینه لوبغاړو کرام الدین کرام له ۲۰۱۳ میلادي کاله تر ۲۰۱۸ میلادي پورې موده کې په بیا بیا جنسي ځورونې تورن کړی و.

باید و ویل شي، چې د فوټبال یو شمېر ښځینه لوبغاړو تېر کال پر کرام الدین کریم او ځینو نورو چارواکو د جنسي ځورونې تورونه لګولي وو.

تر دغه تورونو وروسته لويې څارنوالۍ د کرام الدين کريم په ګډون د فدراسيون د يو شمېر چارواکو دندې ځنډولې وې او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې وې.

دغه راز د فوټبال نړيوال فدراسيون يا فيفا هم د کرام الدین کریم دنده ځنډولې وه، پر هغه یې بندیز لګولی او د قضیې پلټنه يې پیل کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي