۰

سوریه: په تازه جګړو کې ۱۶۸ کسان وژل شوي دي

یکشنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۴
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي، دغه هېواد کې یو ځل بیا جګړو زور اخیستی او لږ تر لږه ۱۶۸ تنه په کې وژل شوي دي.
سوریه: په تازه جګړو کې ۱۶۸ کسان وژل شوي دي
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي، دغه هېواد کې یو ځل بیا جګړو زور اخیستی او لږ تر لږه ۱۶۸ تنه په کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ډلې چې مرکز یې په لندن کې دی په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېرې دوه ورځې یو ځل بیا د وسله والو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړې پیل شوې دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله په یوې خبر پاڼه کې ویلي، د شنبې په ورځ جهادي ډلو او نورو وسله والو د حما ولایت په څنډو کې پر حکومتي ځواکونو تازه بریدونه کړي دي.

دغه دله وایي، وسله والو پر حکومتي ځواکونو لسګونه توغندي ویشتي او د چاودېدونکو موادو یو بار موټر سره یې پر حکومتي ځواکونو ځانمرګی برید کړی.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس د شنبې د ورځې په نښتو کې د سوریې د حکومت لږ تر لږه ۳۷ سرتېري او ۲۸ وسله وال وژل شوي دي.

په دې نښتو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو تر څنګ ملکیان هم وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي