کورنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د نشه يي توکو د درې تنه قاچاق کوونکو او دغه راز فراه او هرات کې د وسلو د لږد او غلا په تور درې تنو د نیولو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د غبرګولي ۱۹ مه پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
وزارت وايي، دا کسان د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د جلال اباد ښار، بهسودو او شینواري ولسوالیو له اړوند سیمو نیول شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو پر اساس له یادو کسانو ۹۳ کیلو ګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي کشف او ضبط شوي دي.
بل خوا وزارت زیاتوي، چې د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د یاد ولایت د انجیل ولسوالۍ د کهدستان له کلي دوه تنه د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیولي دي.
دغه راز سرچینې زیاته کړې، چې د فراه ولایت پولیسو د دې ولایت د پنځمې حوزې له اړوند سیمې یو تن د یو عراده موټر سایکل د غلا په تړاو نیولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پولیسو پلازمېنه کابل کې هم پنځه تنه د غلا په تور نیولي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل