کورنیو چارو وزارت د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د محکمې د مسوول او مفتي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د غبرګولي ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دغه مسوول مفتي محمد ناصر نومېږي او طالبانو د پښتونکوټ ولسوالۍ لپاره د محکمې مسوول ټاکلی وو.
سرچینه زیاتوي، مفتي محمد ناصر تېره شپه د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، نوموړی د طالبانو د دې ډلې د یوه بل غړي مولوي حفیظ الله له خوا په یوه موټر کې د درملنې په موخه د جوزجان مرکز شبرغان ښار ته لېږدول کېده، چې د پولیسو په منګولو کېوت.
د کورنیو چارو وزارت وايي، مفتي محمد ناصر د ګڼو صحرايي محکمو او د خلکو په شکنجه کولو کې مهم رول درلود.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل