۰

غور کې هم طالبانو درې تنه محصلین برمته کړي دي

یکشنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۷
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو غور ولایت کې درې تنه محصلین برمته او په نامعلوم لوري یې وړي دي.
غور کې هم طالبانو درې تنه محصلین برمته کړي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو غور ولایت کې درې تنه محصلین برمته او په نامعلوم لوري یې وړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، دغه پېښه پرون شنبې د غبرګولي ۱۸ مه مازیګر مهال د غور ولایت د مرکز فیروزکوه اړوند د پښته ګزک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، دغه درې محصلین غوښتل د کانکور په ازموینه کې له قبلېدو وروسته هرات پوهنتون ته ولاړ شي، چې په یاده سیمه کې د طالبانو له خوا له موټره ښکته او په نامعلوم لوري وړل شوي دي.

دی وايي، د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې، خو تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزني د ولایتي شورا یوه غړي حسن رضا یوسفي هم  ادعا کوي، چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په رقیاق دره کې څلور محلصن برمته کړي دي.

یوسفي نن یکشنبې د غبرګولي ۱۹ مه رسنیو ویلي، چې برمته شوي محصلین د مالستان، جاغوري او ناور ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

دی وايي، دغه محصلین د اختر له رخصتۍ وروسته بېرته غزني ښار ته روان و، چې طالبانو د رقیاق په دره کې نیولي دي، خو تر اوسه یې د نیول کېدو لامل نه دی معلوم.

د غزني د پولیسو ویاند احمد خان سیرت د دې محصلینو له نیول کېدو بې خبري ښودلې خو ویلي یې دي طالبانو پرون په یاده سیمه کې یو محصل تر نیول کېدو وروسته وژلی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غور

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي