د ملي امنیت لوی ریاست وایي، له هغه کسانو سره به قانوني چلند وشي چې ترافیکي اشارې نه مراعاتوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن یکشنبې د غبرګولي ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله کابل ښاروالۍ، د ښار لويې څلورلارې له منځه وړې او په منځ کې يې سړکونه جوړ کړي او پر ترافيکي اشارو یې سمبال کړې دي.
د ملي امنیت ریاست له ټولو ښاریانو غوښتي چې د تګ راتګ پر مهال په ټول ښار او په ځانګړې توګه په څلورلارو کې پر ترافيکي اشارو عمل وکړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي د ترافيک پوليسو سيارې ګزمې د ښار په بېلابېلو سيمو او څلورلارو کې ګرځي او له سرغړوونکو سره قانوني چلند کوي.
ملي امنيت وايي، سرغړوونکى لومړى نغدي جريمه او بايوميټرک کېږي او د جرم په تکرار به یې د موټرچلولو جواز لغوه او د قانون منګلو ته سپارل کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل