مشرانو جرګه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د ملاتړې پروسې پر شفافیت ټينګار کوي وايي، د تېرو ټاکنو تېروتنې باید تکرار نه شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې لومړي مرستیال نن یکشنبې د غبرګولي ۱۹ مه په عمومي غونده کې و ویل، چې کمېسیون باید په دې برخه کې له پوره ځیرکتیا کار واخلي تر څو له درغلیو او سرغړونو مخنوی وشي.
دغه راز هغه زیاته کړه، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه باید په داسې شفاف ډول تر سره شي، چې پر ټاکنو د ولس زیانمن شوی باور بېرته تر لاسه شي.
ښاغلي ایزاد یار ټینګار وکړ، چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د تېرو ټاکنو په شان تېروتنې ونه شي او د خلکو د پراخ ګډون سبب شي.
بل خوا په جرګه کې د غزني سناتور عبدالرحیم حسنیار و ویل، چې د دغه ولایت ټاکنې د سیاسي اختلافاتو له امله په یوه نه حل کېدوونکي کړکېچ بدل شوی دی.
نوموړي پر کمېسیون تور پورې کړ، چې نه غواړي د غزني په ځينو امن سیمو کې لکه ده یک او خواجه عمري ولسوالي او دغه راز د ناور او قرباغ په ځینو سیمو کې پرانییزي.
هغه په ټینګار سره د غزني ټاکنې یوه سیاسي لوبه وبلله او ویې ویل، چې په کمېسیون کې ځینې کړۍ هڅه کوي، د دغه ولایت د یو شمېر سیمو خلک په لوی لاس له ټاکنو محروم کړي.
په همدې حال کې د سنا لومړي مرستیال پر کمېسیون غږ وکړ، چې په غزني کې باید د نوم لیکنې مرکزونه پرانستل شي او ټولو خلکو ته د نوم لیکنې زمینه برابره کړای شي.
باید و ویل شي، چې د ټاکنو کمېسیون پرون شنبې د غبرګولي ۱۸ مه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې ملاتړې پروسه پیل کړه.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني