ترکیه کې ۲۰ تنه افغان کډوال نیول شوي

20 جوزا 1398 ساعت 10:31

راپورونه وایي، د ترکیې پولیسو شل ته هغه افغان کډوال نیولي دي چې په غیر قانوني توګه له ایران څخه دغه هېواد ته دننه شوي وو.


راپورونه وایي، د ترکیې پولیسو شل ته هغه افغان کډوال نیولي دي چې په غیر قانوني توګه له ایران څخه دغه هېواد ته دننه شوي وو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ترکي رسنیو خبر ویلي، دغه افغانان نن دوشنبې د غبرګولي ۲۰ مه د ترکیې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

ویل کېږي دا کډوال لومړی په باش قلعه سیمه کې د پولیسو په قرارګاه کې معاینه شوي او وروسته د یادې سیمي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ترکیې تېر کال هم ډېر شمېر هغه کډوال چې د ایران له لارې په غیر قانوني توګه دغه هېواد ته تللي وو بېرته افغانستان ته راولېږل خو د دې کډوال په اړه یې تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117161

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117161/

جمهور
  https://www.jomhornews.com