۰

یوناما :طالبانو قصدآ ملکیان په نښه کړي، طالبان: یوناما یوه اړخیزه پرېکړه کوي

دوشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۳
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د ملکیانو په وژل کېدو اندېښنه ښودلې او د جګړې له ښکېلو خواو یې غوښتي چې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه خپل مکلفیتونه ادا کړي.
یوناما :طالبانو قصدآ ملکیان په نښه کړي، طالبان: یوناما یوه اړخیزه پرېکړه کوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د ملکیانو په وژل کېدو اندېښنه ښودلې او د جګړې له ښکېلو خواو یې غوښتي چې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه خپل مکلفیتونه ادا کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما په ځانګړې توګه وسله‌وال مخالفین تورن کړي چې په روژې میاشت کې یې په قصدي ډول ملکیان په نښه کړي دي.

د یوناما په خبرپاڼه کې ویل شوي، وسله‌والو مخالفینو تر ډېره په خپلو بریدونو کې چاودیدونکي توکي کارولي چې یوازې یې په کابل کې سلو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

سرچینه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له قوله وایي، پر ملکیانو بریدونه د هغوی د عاملانو د مشروعیت د له‌منځه تللو لامل کېږي او هغوی د افغانستان د خلکو د هر ډول استازیتوب له ادعا محروموي.

نوموړي زیاته کړې، چې پر ملکیانو بریدونه جنګي جرمونه او ان د بشریت ضد جنایتونه دي چې د جنګ ښکېلې خواوې یې هېڅ نه‌شي توجیه کولی.

خو وسله والو طالبانو د یومانا دغه راپور رد کړی او ویلي یې دي طالبان خپلو بریدونو پړه خپله اخلي خو یوناما یو اړخیزه پرېکړه کوي.

طالب ویاند ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، یوناما ډېری بریدونه چې د داعش او یا هم نورو وسله والو ډلو لخوا تر سره کېږي او ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي په یو ډول د وسله والو په نامه طالبانو ته منسوبوي.

مجاهد زیاته کړې، طالبان د خپلو بریدونو مسوولیت پر خپله غاړه اخلي او د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته لومړيتوب ورکوي.

د هغه په وینا یوناما یوه اړخیزه پرېکړه کوي، ځکه پر طالبانو د بهرنیو او افغان ځواکونو په ډېری هوایي بریدونو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي چې یادونه یې نه کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي