غزني کې ۱۰ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

20 جوزا 1398 ساعت 12:04

سیمه ییز چارواکي وایي، غزني ولایت کې د دوه جلا امنیتي پېښو په ترڅ کې لسو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وایي، غزني ولایت کې د دوه جلا امنیتي پېښو په ترڅ کې لسو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښې پرون یکشنبې د غبرګولي ۱۹ مه د غزني په واغظ او خواجه عمري ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.

په واغظ ولسوالۍ کې پر ماشومانو د هاوان سرګلوله چاودنې او په خواجه عمري ولسوالۍ کې بیا د ملکي وګړو موټر د سړک د غاړې په ماین ختلی دی.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، په واغظ کې د هاوان د يوې سرګلولې چاودنې یو ماشوم وژلی او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې په خواجه عمري کې د طالبانو د اېښودل شوي ماین په چاودنه کې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 


د مطلب کود: 117171

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117171/

جمهور
  https://www.jomhornews.com